TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 27 Feb 2026

ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ورځې مطبوعاتي کنفرانس مهمې خبرې
بسم الله الرحمن الرحیم
حامدا و مصلیا اما بعد :
د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، له لومړۍ ورځې راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی پاتې شوی او پر همدې تګلارې ولاړ دی.
اسلامي امارت تل هڅه کړې چې په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي او هېڅ هېواد ته زیان ونه رسېږي. د همدې پالیسۍ له مخې، اسلامي امارت د داعش پر ضد یوه اوږده، سخته او پرېکنده جګړه وکړه، چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه یې له یوه جدي امنیتي ګواښ څخه وژغورله.
اسلامي امارت هېڅکله پر بل چا تېرې نه دی کړی. بار بار یې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، او تر ننه پر خپل دې تعهد ولاړ دی. زموږ بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی، او موږ نه غواړو د چا پر وړاندې د زیان او دښمنۍ لاره خپله کړو.
د پاکستان داخلي جګړه په بشپړه توګه د هماغه هېواد کورنۍ موضوع ده او دا کومه نوې مسئله نه ده. شاوخوا شل کاله کېږي چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني پوځ ترمنځ جګړه روانه ده. په ۲۰۰۷م کال کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل شتون اعلان کړ، وروسته پاکستان هلته پرله‌پسې پوځي عملیات ترسره کړل چې تر ټولو ستر یې د ضربِ عضب عملیات وو چې په ۲۰۱۴م کال کې پیل شول. اسلامي امارت شاوخوا څلور کاله کیږي پر افغانستان واکمن شوی، نو دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپله پخوانۍ او کورنۍ ستونزه اوس پر افغانستان ور واړوي.
له بده مرغه، پاکستان هڅه کړې چې خپلې داخلي شخړې پر افغانستان وتپي. دا څو هم ځل دی لومړی همدوی تېرې کړي، زموږ هوايي حریم یې نقض کړی او پر ولسي خلکو یې بمبارۍ کړې دي. په دغو بریدونو کې بې‌ګناه ملکي وګړي، ماشومان او ښځې په نښه شوي، چې دا د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د جلال‌اباد پېښه یې ژوندی او تازه ثبوت دی؛ هلته داسې ځای بمبار شوی چې هېڅ ډول نظامي تاسیسات پکې نه وو او د یوه کروندګر ولسي سړي کور یی بمبار کړ، چې د هغه د کورنۍ اکثریت غړي یی شهیدان کړل او په پکتیکا کې یې بیا د ماشومانو په یوه دینی‎ي مدرسه برید وکړ.
سره له دې ټولو، کله چې پر افغانستان تېری شوی، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي، خو هر ځل بیا تېرې تکرار شوې دي. موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی او هېڅکله مو پر چا تېری نه دی کړی. په تېرو مذاکراتو کې اوربند شوی و، خو هغه هم د پاکستان له لوري مات شو.
موږ تل پر سوله ییز حل ټینګار کړی، اوس هم غواړو ستونزه د خبرو د لارې حل کړو. ,والسلام
Top News Media

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!