TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 05 Mar 2026

د افغانستان حالات د هوا شناسی د لید نه

د افغانستان حالات د هوا شناسی د لید نه
*د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د خطرونو اونیزه وړاندوینه!*
*د اعتبار موده*: د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۱۴مې نېتې (پنجشنبې) څخه تر ۲۰مې نېټې (چهار شنبه) پورې!
- *د وچکالي او غیر عادي وچوالي وضعیت:*
د ورښت کمښتونه، چې د واورې د اوبو معادل (SWE) له لوی کمښت سره مل دي، د هېواد په شمالي کمربند (بلخ، جوزجان، فاریاب ولایتونو او د کندز، سمنګان، سرپل او بادغیس ځینو سیمو) کې د وچکالۍ وضعیت پر خپل ځای ساتي او د غیرعادي وچوالي سیمه له شمال ختیځ څخه تر مرکزي لوړو سیمو، ختیځ او سوېل ختیځ پورې غځوي.
- *د ورښت وضعیت:*
د وړاندوینې په موده کې به د هېواد په شمالي کمربند کې منځنی ورښت وشي. تمه کېږي چې د مایع معادل ورښت اندازه به شاوخوا ۱۰ تر ۲۵ میلي‌متره وي. سربېره پر دې، د شمال ختیځ (د بدخشان) غرنیو سیمو په ځینو برخو کې د واورې د ورښت احتمال هم شتون لري. په داسې حال کې چې د هیواد په سویل کې تمه کېږي د وړاندوینې په موده کې له ورښت پرته پاتې شي.
- *د تودوخې وضعیت:*
تمه کېږي چې د وړاندوینې په موده کې به له اوسط څخه د لوړې درجې حرارت دوام ولري. وړاندوینه ښيي چې د ۷ ورځو اوسط اصغري تودوخه به په ټول هېواد کې 2–10°C له نرمال څخه پورته وي، چې تر ټولو لوی انحراف به په مرکزي لوړو سیمو او ختیځ کې ولیدل شي.
د تودوخې اعظمي اوسط هم په ټول هېواد کې له عادي حالت څخه لوړ اټکل شوې ده، چی له 2–10°C له نورمال څخه پورته وي او تر ټولو کم انحراف به د هېواد په شمال لوېدیځو ولایتونو کې وي. د هېواد په سوېلي او ختیځو ټیټو سیمو کې به اعظمي تودوخه له ۲۰ درجې سانتي ګراډ څخه لوړه شي او په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې ښایي له ۲۵ درجې سانتي ګراډ څخه هم واوړي.
د هېواد په کچه به د واورې وېلې کېدل چټک شي، چې ورسره به د واورې د اوبو معادل (SWE) اندازه لا نوره هم له اوسط څخه ښکته شي. اټکل کېږي چې د واورې پوښښ ښایي ۴ تر ۶ اوونۍ مخکې له عادي وخته له منځه ولاړ شي.
د همدې اغېزو له امله د غیرعادي تودوخې خطر هم ثبت شوی دی.
*نوټ:* په لاندې نقشه کې یوازې د هغو شرایطو وړاندوینه کیږي چې د خطر د پېښېدو احتمال ولري، عادي ورښتونه یا عادي تودوخه چې د خطر لامل نه ګرځي په دې وړاندوینه کې شامل نه دي.
———ـ———ـ——-ـ———۰
*پیش‌بینی هفته‌وار خطرات افغانستان بر اساس معلومات نهادهای معتبر بین‌المللی!*
*مدت اعتبار*: از ۱۴ ماه حوت سال ۱۴۰۴ خورشیدی (پنجشنبه) تا ۲۰ حوت (چهارشنبه)
- *وضعیت خشکسالی و خشکی غیرعادی:*
کاهش میزان بارندگی که با کمبود قابل توجه معادل آب برف (SWE) همراه است، وضعیت خشکسالی را در کمربند شمالی کشور (ولایات بلخ، جوزجان و فاریاب و بخش‌هایی از کندز، سمنگان، سرپل و بادغیس) همچنان حفظ کرده است. همچنان ساحه خشکی غیرعادی از شمال‌شرق کشور تا مناطق مرتفع مرکزی ، شرق و جنوب‌شرق گسترش یافته است.
- *وضعیت بارندگی:*
در دوره پیش‌بینی، انتظار می‌رود در کمربند شمالی کشور بارندگی متوسط صورت گیرد. مقدار بارندگی معادل مایع حدود ۱۰ تا ۲۵ میلی‌متر پیش‌بینی شده است. همچنان در برخی مناطق کوهستانی شمال‌شرق کشور، به‌ویژه ولایت بدخشان احتمال بارش برف نیز وجود دارد. در حالی‌که در جنوب کشور احتمال می‌رود در این دوره بارندگی صورت نگیرد.
- *وضعیت درجه حرارت:*
پیش‌بینی می‌شود در دوره مورد نظر درجه حرارت بالاتر از حد اوسط ادامه یابد. بر اساس پیش‌بینی‌ها، میانگین حداقل حرار هفت‌روزه در سراسر کشور حدود ۲ تا ۱۰ درجه سانتی‌گراد بالاتر از حد عادی خواهد بود که بیشترین انحراف در مناطق مرتفع مرکزی و شرق کشور مشاهده خواهد شد.
همچنان میانگین حداکثر حرارت در سراسر کشور بالاتر از حالت عادی پیش‌بینی شده و حدود ۲ تا ۱۰ درجه سانتی‌گراد بالاتر از حد معمول خواهد بود. کمترین انحراف در ولایات شمال‌غربی کشور دیده می‌شود.
در مناطق کم‌ارتفاع جنوب و شرق کشور درجه حرارت حداکثر از ۲۰ درجه سانتی‌گراد بالاتر خواهد رفت و در ولایات فراه، نیمروز، هلمند و کندهار ممکن است از ۲۵ درجه سانتی‌گراد نیز فراتر رود.
- *ذوب شدن برف:*
در سطح کشور روند ذوب شدن برف‌ها سریع‌تر خواهد شد که در نتیجه آن مقدار معادل آب برف (SWE) بیشتر از پیش کاهش می‌یابد. همچنان احتمال می‌رود پوشش برف ۴ تا ۶ هفته زودتر از زمان معمول از بین برود.
به دلیل این شرایط، خطر گرمای غیرعادی نیز ثبت شده است.
*نوت:* در نقشه ضمیمه تنها شرایطی پیش‌بینی شده است که احتمال بروز خطر داشته باشد؛ بارندگی‌ها یا حرارت عادی که سبب خطر نمی‌شوند، در این پیش‌بینی شامل نشده‌اند.
تاریخ: ۱۴۴۷/۰۹/۱۶ هـ ق
اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!