TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 11 Feb 2026

د داخلی وزارت ویونکی

د داخلی وزارت ویونکی
د ملي دفاع پوهنتون حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ليسانس دورې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ګډون او وينا وکړه
پرون یکشنبه، د ملي دفاع پوهنتون حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني "برادر"، د ا‌‌ما ‌‌ر‌‌ت د کا‌بینې یو شمېر وزیرانو ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین "قانع" ګډون او وینا یې وکړه.
ښاغلي قانع د امنیتي ځوا‌‌کونو د مسلکي‌سازۍ ترڅنګ د هغوی د اخلاقو او چلند پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د امنیتي ځواکونو اخلاق او چلند باید مثبت وي، ځکه امنیتي ځواکونه د ملت هنداره ده او ښه اخلاق یې له ولس سره په اړیکو کې مهم رول لري.
نوموړي د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړول مهم وبلل او ویې ویل چې هغوی باید بېلابېلې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي، تر څو په دفاعي برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي. هغه زیاته کړه چې قوي اردو کولی شي له ا‌‌سلا ‌‌‌مي ارزښتونو، د خلکو له ژوند، ملي نوامیسو، ټولنیز عدالت او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښه دفاع وکړي..
نوموړي وويل چې د ‌‌نظا‌‌م د رهبرۍ د هڅو او د ولس د ملاتړ په برکت په هېواد کې بشپړ اتحاد رامنځته شوی او دا اتحاد باید لا پیاوړی او د ا‌‌سلا ‌‌مي امت په کچه پراخ شي.
په پای کې، نوموړي د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول ځواکونه باید تر یوه واحد چتر لاندې په متحدانه ډول د ملت د خدمت لپاره فعالیت وکړي.

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!