TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 12 Feb 2026

د پاکستان دفاع وزير تندي خبري

د پاکستان  دفاع وزير تندي خبري
د پاکستان د دفاع وزير يو ځل بيا د افغانستان په اړه په ډېر توند لحن خبرې کړې او دغه هېواد يې د پوځي اقدام ګواښ کړی دی.
خواجه آصف د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د پاکستان په پارلمان کې د وينا پر مهال وويل:
«کله چې هغوی پر موږ ترهګري تپي... ما د ۳۲۰۰ شهيدانو نوملړ وړاندې کړی چې د بېلابېلو ايالتونو پورې تړاو لري... موږ د دې وينو غچ له چا واخلو؟ موږ بله لاره نه لرو، بايد غبرګون وښيو، بدل واخلو او د خپلې خاورې ساتنه وکړو.»
هغه زياته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د نفوذ غوښتونکی نه دی:
«هغه کسان چې د "ستراتيژيک ژوروالي" خبره کوي، زه ورسره موافق نه يم. په عصري جګړو کې دا مفهوم هېڅ ارزښت نه لري. افغانستان يو خپلواک هېواد دی، زموږ ايالت نه دی. څوک چې هغه د پاکستان پنځم ايالت بولي، په ناپوهۍ کې ژوند کوي. موږ غواړو په سوله کې يو د بل ترڅنګ ژوند وکړو.»
طالبانو له موږ څخه «۱۰ ميليارده» روپۍ وغوښتې
خواجه آصف د خپلو خبرو په بله برخه کې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني کډوالو يادونه وکړه او ويې ويل:
«زه کابل ته ولاړم او له هغوی (طالبانو) سره مې خبرې وکړې. هغوی له ما څخه ۱۰ ميليارده روپۍ (له ۳۵ ميليونو ډالرو زياتې) وغوښتې. که د سولې لپاره بيه ورکول کېږي، پاکستان چمتو دی چې مالي لګښتونه ومني؛ خو که زموږ له وينو سره لوبې وشي، نو موږ به هم د وينې حساب په وينه تصفيه کړو.»
داسې ښکاري چې د پاکستان د دفاع وزير اشاره هغه طرحې ته وه چې له مخې يې غوښتل کېدل په افغانستان کې مېشت پاکستاني کډوال، په ځانګړي ډول د پولې له نږدې سيمو څخه نورو لرو سيمو ته ولېږدول شي.
پاکستاني رسنيو هغه مهال راپور ورکړی و چې د کابل د امنيتي او ديپلوماتيکو ناستو پر مهال د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ پر يو پلان خبرې شوې وې. د دغه پلان له مخې به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي او د هغوی کورنۍ له سرحدي سيمو څخه د افغانستان نورو ژورو سيمو ته انتقالېږي، څو و نه شي کولای په اسانۍ سره د پاکستان پر خاوره بريدونه ترسره کړي.
د طالبانو حکومت هم منلې وه چې د «حسن نيت» د څرګندولو لپاره يې ځينې پاکستاني کډوال له سرحدي سيمو څخه نورو ځايونو ته انتقال کړي دي.

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!