TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 13 Feb 2026

عبدالغنی برادر رسنیوته وینا

عبدالغنی برادر رسنیوته وینا
عبدالغنی برادر، د طا_لبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د رسمي اړیکو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې له نړۍ سره مثبت تعامل د وخت اړتیا ده او دا بهیر کولای شي د ټولو لورو په ګټه تمام شي.
برادر زیاته کړه چې هېوادونه د جغرافیایي موقعیت، هوايي حریم، کاري ځواک، خامو موادو، صادراتو او وارداتو له پلوه یو بل ته اړتیا لري.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له افغانانو وغوښتل چې «له ړندې تقلید څخه لاس واخلي، د نورو تر اغېز لاندې رانشي او واقعیتونه په ناسم ډول تفسیر نه کړي.»
عبدالغني برادر همداراز څرګنده کړه چې د دوی رژیم د هېچا مخه نه ده نیولې او ظرفیت یې دومره محدود نه دی چې هره فردي او کوچنۍ مسئله په جدي ډول تعبیر کړي.
هغه افغانستان د افغانانو ګډ کور وباله او ویې ویل چې هر څوک کولای شي په ارامۍ سره په خپل هېواد کې ژوند وکړي او بېرته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه له طا_لبانو سره د رسمي تعامل لپاره د بشري حقونو رعایت، د ټولشموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه د اساسي شرطونو په توګه یادوي.

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!