📅 13 Feb 2026
مرکل او بیا کاندیتوری
ځینې المانۍ رسنۍ د فریدریش مرتس نږدې کسانو له قوله راپور ورکوي چې امکان شته آنگلا مرکل د المان د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.
د راپورونو له مخې، دا اوازې چې مرکل ښايي د ولسمشرۍ سیالۍ ته داخل شي، د حزب دموکرات مسیحی په دننه کې مخ په زیاتېدو دي؛ هغه ګوند چې مرکل پخوا یې مشري کوله.
ویل کېږي د مرتس ځینې نږدې ملګري اندېښنه لري چې ښايي حزب سبزها هم د مرکل د محبوبیت له امله د هغې ملاتړ وکړي.
شنونکي باور لري که مرکل بریالۍ شي، د هغې او مرتس تر منځ د پخوانیو سړو اړیکو له کبله به د اوسني صدراعظم لپاره سیاسي وضعیت لا پېچلی شي.
مرکل چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ پورې د المان صدراعظمه وه، په ۲۰۰۲ کال کې یې د پارلماني فراکسیون له مشرتابه څخه د مرتس په لرې کېدو کې رول درلود؛ هغه پېښه چې مرتس یې د څو کلونو لپاره له فعاله سیاسي ډګره لرې کړ.
همداراز راپورونه وایي چې مرتس غواړي د ولسمشرۍ څوکۍ ته داسې څوک ورسېږي چې هغه ته نږدې وي. په احتمالي نوماندانو کې د پوهنې وزیره کارین پرین او د فدرالي پارلمان مشره یولیا کلوکنر هم یادېږي.
د المان ولسمشر د فدرالي کنوانسیون له لارې ټاکل کېږي؛ دا یو ځانګړی بنسټ دی چې پکې د مسیحي دموکرات او سوسیال مسیحي اتحاد تر ټولو لوی فراکسیون ګڼل کېږي او د بریا چانس یې زیات ارزول کېږي.
مرکل د کابل نیول د افغانستان لپاره یوه خواشینوونکې پېښه بللې وه او غوښتنه یې کړې وه چې د المان سیمهییز همکاران دې ژر تر ژره له افغانستانه وایستل شي.

No comments yet. Be the first to comment!