📅 13 Feb 2026
د امارت ویاند
د طالبانو د حکومت ویاند د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، چې د چهارشنبې په غونډه کې یې د ۲۸۱۶ (۲۰۱۶) پرېکړهلیک له مخې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د ۱۲ نورو میاشتو لپاره وغځاوه، دغه اقدام «ناانصافه» بللی او ویلي یې دي چې دا د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی چې کومه روښانه پایله یې نه ده لرلې.
ذبیحالله مجاهد ویلي، دا ډول پرېکړې د یوه ملت د حقونو له پامه غورځول او تر پښو لاندې کول دي او له بده مرغه دا لړۍ د ملګرو ملتونو له خوا بیا بیا تکرارېږي.
نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ شوی، چې دا نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی. د هغه په وینا، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو او لوریو سره د مثبت تعامل او ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د طالبانو ویاند همداراز څرګنده کړه چې په اوسني وخت کې د جګړې د دورې سیاستونو او ناکامو تګلارو بیا راژوندي کول نه منطقي دي او نه هم ګټور. هغه وویل، د ملګرو ملتونو پرلهپسې اعلامیې د خواشینۍ وړ دي او دا ښيي چې دغه سازمان په خپلو پرېکړو کې بشپړ بېطرفه نه دی، بلکې د هغو هېوادونو تر اغېز لاندې دی چې پخوا په افغانستان کې ښکېل وو، جګړه یې پیل کړه، هېواد یې اشغال کړ او داسې پالیسۍ یې طرحه کړې چې تر اوسه دوام لري.
په همدې غونډه کې امنیت شورا د ملګري ملتونه د منشور د اووم فصل پر بنسټ پرېکړه وکړه چې ټول غړي هېوادونه دې د ۲۲۵۵ (۲۰۱۵) پرېکړهلیک کې شامل بندیزونه هماغسې پلي وساتي.
یاد بندیزونه نه یوازې پر طالبانو، بلکې پر هغو کسانو، ډلو، شرکتونو او بنسټونو هم لګېږي چې د امنیت شورا په وینا د افغانستان سوله، ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

No comments yet. Be the first to comment!