📅 14 Feb 2026
دفاع وزیر پاکستان ته
د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان امنیتي چارواکي دې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي، بلکې په خپلو تګلارو او پالیسيو کې دې بدلون راولي او جدي بیاکتنه دې وکړي.
یاد وزارت د اسلاماباد له وروستي ځانمرګي برید وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خبرې بېمسؤلیته بللې او هغه ادعاوې یې په کلکه رد کړې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو چې د ځانمرګي برید ترسره کوونکی له افغانستان سره تګ راتګ درلود او ګواکې داسې شواهد موندل شوي چې د هند او طالبانو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو ښکارندویي کوي؛ خو د طالبانو د دفاع وزارت دا تورونه بېبنسټه ګڼلي دي.

No comments yet. Be the first to comment!