📅 18 Feb 2026
د ملک سلمان خيريه بنست او النور خيريه موسسه
د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت، بنیاد خیریه ملک سلمان د مؤسسه خیریه النور په همکارۍ، نن په کابل ښار کې د بشري مرستو يو پراخ پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې، د کډوالو او بېوزلو ۶۴ کورنيو ته په ټوليز ډول ۴ زره د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې. دغه مرستې د کورنيو د لومړنيو او ضروري توکو څخه جوړې شوې وې، چې موخه يې د روژې مبارکې مياشتې په درشل کې د خلکو د ژوند ستونزې کمول او د زيانمنو قشرونو ملاتړ و.
د دغو بنسټونو مسوولينو ټينګار وکړ چې بنیاد خیریه ملک سلمان هر کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې، د خوراکي توکو، روغتيا، زدهکړې او د کډوالو او اړمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې پراخې بشردوستانه مرستې ترسره کوي. دغه مرستې د زيانمنو کورنيو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره مهم رول لري.
همدارنګه، د دې پروګرام تنظيموونکو وويل چې د ورته مرستندويه پروګرامونو دوام به راتلونکې کې هم جاري وي او هڅه به وشي چې د روژې مبارکې په مياشت کې مرستې په عادلانه او شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورسېږي.
Rajina noori
Top news media
Kabul

No comments yet. Be the first to comment!