📅 18 Feb 2026
راستون شوي کدوالو سره مرسته
د پکتیا ولایت په مرکز ښار کې د ایران او پاکستان څخه پر راستنو شويو سلګونو کډوالو کورنيو د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
یاده مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ له لورې، د توحید مؤسسې په همکارۍ چمتو شوې ده چې د دې ولایت په مرکز کې یې له ایران او پاکستان څخه راستنو شويو ۱۰۰۰ کډوالو کورنيو ته د خوراکي توکو وېش پيل کړی دی.
د مرستو په وېش کې د ملک سلمان خیریه بنسټ او توحید مؤسسې استازو ګډون کړی و او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې د هغو کورنيو د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابرې شوې دي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
راستنو شويو کډوالو د دغو مرستو هرکلی کړی او ويلي یې دي چې دا ډول بشري مرستې د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم ارزښت لري. د مرستندویو بنسټونو استازو هم ډاډ ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به د مرستو دا لړۍ په راتلونکي کې هم دوام ولري.

No comments yet. Be the first to comment!