TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 19 Feb 2026

د حمزه بابا ۳۲ تلين خونده

د حمزه بابا ۳۲ تلين خونده
دبستان فرهنګي مرکز لخوا د حمزه بابا ۳۲ تلین غونډه کې د لعل پاچا ازمون د وینا ځینې برخې:
حمزه بابا یواځې د غزل بابا ندی، دی د بیلا بیلو هنرونو څښتن دی، د خوشحال بابا په وینا د درستار سړی دی.
حمزه د خیبر غرونه سندریز کړل او د خیبر ادبي مرکز بنسټ یې کیښود.
دده هڅې له خیبر خوریږي او نورو سیمو او وطنونو ته ځي.
مونږ په څوارلسمه پیړۍ کې د حمزه مکتب لرو خو تر اوسه پوره ندی څېړل شوی.
غزل یې پښتون کړ، دی افغان دی.
ما ټیټ ورته لیمه کړل زما سر نه ټیټیدو
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کیدم.
دبستان یو ابتکار وکړ، تاسو ته زیری درکوم چې ستاسې منزل روڼ دی.
وړاندیز مې دا دی چې د حمزه پوهنې مضمونونه په پوهنتونونو کې پرانیستل شي، د حمزه له مطالعې پرته د پښتو ادب نیمګړی دی.
د خیبر له غرونو لمر د شعور وخوت
پلوشې یې اوس خورې په هندوستان کړې.

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!