TNM Logo

Welcome to TNM News

Your trusted source for accurate, fast, and unbiased news, events, and information.

📅 24 Feb 2026

آغاز درگیری در سرحد

آغاز درگیری در سرحد
ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د امارت اسلامي سرحدي ځواکونو او پاکستاني نظاميانو ترمنځ د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ په اړوند سيمه کې نښته پيل شوې ده. د سرچينو په وينا، دغه نښتې د سې شنبې ورځې شاوخوا د مازديګر په څلورو بجو د شاکوت په سيمه کې، د فرضي ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پيل شوې دي.
سرچينې زياتوي چې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله لا هم روانه ده او په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي. تر دې دمه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او يا هم د اوښتو زيانونو په اړه کوم رسمي جزييات نه دي خپاره شوي.
دغه تاوتريخوالی داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستيو کې د امارت اسلامي او اسلام‌اباد ترمنځ اړيکې، د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د پاکستان د هوايي بريدونو او په سرحدي سيمو کې د ناامنۍ د زياتوالي له امله، له جدي کړکېچ سره مخ شوې دي.
د امارت اسلامي او د پاکستان حکومت چارواکو تر اوسه پورې د نازيانو د تازه نښتې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
راپورونه ښيي چې په سيمه کې وضعيت لا هم ترينګلی دی او د نښتو د پراخېدو احتمال موجود دی.

💬 Comments (0)

No comments yet. Be the first to comment!